Sunday, April 26, 2026

کہ صورت د محمد نه وای پيدا

کہ صورت د محمد نه وای پيدا — پيدا کړې به خدای نه وای دا دنيا

کل جهان د محمد په روی پيدا شو — محمد دی د تمام جهان آبا

نبوت په محمد باندې تمام شو — نشته پس له محمده انبياء

نور هاله د محمد و په جهان کښې — چې بوی نه و د آدم او د حوا

په صورت کې آخرين دی پيدا شوی — په معنی کښې اولين دی له هر چا

خدای يې مه ګنه بې شکه چې بنده دی — نور يې ټول واړه صفات دي په رښتيا

که نبی دی که ولی دی که عاصی دی — محمد دی د همه واړو پيشوا

چې يې دين د محمد دی قبول کړی — جنتی دی که فاسق دی که پارسا

محمد د ګمراهانو رهنما دی — محمد دی د ړندو د لاس عصا

که رڼا د پیروی د محمد ده — ګناه نشته په جهان بله رڼا

محمد د بېچاره وو چاره ګر دی — محمد دی هر دردمند لره دوا

زه رحمان د محمد د خاکروب يم — که مې خدای نه کا له دې دره جدا
رحمان بابا
رحمان بابا

افغانستان

د پښتو ادب ځلانده ستوری: د رحمان بابا مفصل ژوندلیکعبدالرحمان مومند، چې په ټوله نړۍ کې د "رحمان بابا" په نوم پېژندل کېږي،...

د شاعر نور شعرونه
معلومات
ډول نعت
لیدنه 5
د خپریدو نیټه 2026-04-26

Press ESC to close · Enter to search