Sunday, April 26, 2026

گوره هسې کردگار دی رب زما

گوره هسې کردگار دی رب زما
گوره هسې کردگار دی رب زما - چې صاحب د کل اختیار دی رب زما
همګي بزرگواران چې څوک یې وایي - تر همه ؤ بزرگوار دی رب زما
نه یې هېڅ حاجت په چا باندې موقوف دی - نه د هېڅا منت بار دی رب زما
له نیستۍ یې د هستۍ صورت پیدا کړ - هسې رنگ پروردگار دی رب زما
هم صانع دی د جملې ؤ مصنوعاتو - هم سامع د هر گفتار دی رب زما
چې یې هېچرې نه مثل نه مثال شته - د هغو عطر و عطار دی رب زما
هر تعمیر چې د دنیا او د عقبیٰ دی - د همه واړو معمار دی رب زما
خواننده د نانویستو صحیفو دی - داننده د هر اسرار دی رب زما
که ظاهر دی که باطن دی که مابین دی - له همه ؤ خبردار دی رب زما
که پیدا که پوشیده دی که اوسط دی - په همه ؤ وقوف دار دی رب زما
شریک نه لري په خپلې پادشاهۍ کښې - بې شریکه شهریار دی رب زما
هسې نه چې واحدي ده له عجزه - په واحد وجود بسیار دی رب زما
حاجت نه لري د هېچا و یارۍ ته - له هغو سره چې یار دی رب زما
څه حاجت دی چې و بل خوا ته یې غواړم - په خپل کور کښې همکنار دی رب زما
هیڅ تغییر و تبدیل نه لري رحمانه - تل تر تله بر قرار دی رب زما
رحمان بابا
رحمان بابا

افغانستان

د پښتو ادب ځلانده ستوری: د رحمان بابا مفصل ژوندلیکعبدالرحمان مومند، چې په ټوله نړۍ کې د "رحمان بابا" په نوم پېژندل کېږي،...

د شاعر نور شعرونه
معلومات
ډول حمد
لیدنه 19
د خپریدو نیټه 2026-04-26

Press ESC to close · Enter to search