دوبارہ دي راتله نشته په دنیا — نن دي وار دی که دروغ کړې که رښتیا
هره چاره چې تر وخت تېره شي عنقا شي — عنقا نه دي په دام نښتي د هیچا
تر ورځ تېره اوبه بېرته نه جار وځي — نه جار وځي تېره ساعت نه بېرته بیا
تېر ساعت په مثال مړي د لحد دي — هر چا نه دي ژوندی کړی په ژړا
که مقصود لرې تلوار کړه وخت کوتاہ دی — غرہ مه شه د دې عمر په بقا
هره نېسه چې صحیح ګڼې په زړه کې — په غرور به هغه نېبه کړې خطا
په امید امید یې خلق نا امید کړه — د ایام له مکره مه شه بې پروا
چې د مرګ په تماچه دي خوله ماته — ترو په ماته خوله به څه کوې ثنا
ویر ژلي ارتېدني چې وینا وایي — تا ته وایي که پوهېږې په وینا
هلک بې ته چې په زور دي څوک تعلیم کا — هم عاقل یې هم بالغ یې هم دانا
په عمل د نېکو بدو فهم وکړه — چې په دا کې دي بهبود دی که په دا
سر دننه په ګرېوان کړه سترګې روڼې — ډېر په پورته پورته مه څه سرهوا
سرهوا سرهوا مه څه و آسمان ته — ته په اصل کې له ځمکې یې پیدا
د عمل په ځای به دا پوښتنه نه وي — چې ته زوی یې یا نمسی د فلانا
په خپل ځان نېګړه وکړه غرہ مه شه — په نېګړه دا دي او د بابا
هغه ناوې چې په ځان نایسته وي — څوک یې څه کوي ښایست د مور و نیا
دا خبره زه و ځان ته کړم اې یاره — دلګیر مه شه که مې نوم واخیست ستا
نوم د ستا او د بل اخلم ځان ته وایم — نه مې کار نه مې غرض شته په بل چا
که مې ځای د دې غمونو وي په زړه کې — ما به څه لرہ کولہ دا انشاء
چې د مرګ سختۍ خواري دا ستا په خوا دي — ای رحمان ولې نه مرې لا پخوا

رحمان بابا
افغانستان
د پښتو ادب ځلانده ستوری: د رحمان بابا مفصل ژوند لیک,عبدالرحمان مومند، چې په ټوله نړۍ کې د "رحمان بابا" په نوم پېژندل کېږ...
د شاعر نور شعرونهوروستي شعرونه
کټګورۍ
Rahman Baba Poetryمعلومات
ډول
غزل
لیدنه
3
د خپریدو نیټه
2026-04-26