ګوره هسې کردګار دی رب زما

۱۰۲ کتنې ۰ خوښونې ۲ دقیقې لوستل ۲۸ کرښې

ګوره هسې کردګار دی رب زما چې صاحب د کل اختیار دی رب زما همګی بزرګواران چې څوک ئې وائې ترهغه ؤ بزرګوار دی رب زما نه ئې هیڅ حاجت په چا باندې موقوف دی نه د هیچا منت بار دی رب زما له نیستی ئې د هستی صورت پیدا کړ هسې رنګ پروردګار دی رب زما هم صانع دی د جمله ؤ مصنوعاتو هم سامع د هرګفتار دی رب زما چې ئې هیڅری نه مثل نه مثال شته د هغو عطر و عطار دی رب زما هر تعمیر چې د دنیا او د عقبی دی د همه واړو معمار دی رب زما خواننده د نانویسو صحیفو دی داننده د هراسرار دی رب زما که ظاهر دی که باطن دی که مابین دی له همه ؤ خبردار دی رب زما شریک نه لری پخپله بادشاهی کښې بے شریکه شهریار دی رب زما هسې نه چې واحدی ئې ده له عجزه په واحد وجود بسیار دی رب زما حاجت نه لری د هیچا و یاری ته له هغو سره چې یار دی رب زما څه حاجت دی چې ئې بله خوا ته غواړم په خپل کور کښې همکنار دی رب زما هیڅ تغیر وتبدیل نه لری رحمانه تل ترتله برقرار دی رب زما

د رحمان بابا نوره شاعري

ټول وګورئ
غزل

گوره هسې کردگار دی رب زما

ګوره هسي کردگار دي رب ځما چه صاحب د كل اختيار دي رب ځما همګي بزرگواران چه څوك ئي وايي تر همه و بزرگوار دي رب ځما

غزل

کہ صورت د محمد نه وای پيدا

که صورت د محمد نه وي پیدا پیدا کړې نه وه خدای نه دا دنیا کل جهان د محمد په روی پیدا شه محمد دي د تمام جهان آبا

«اسلامي / دیني شاعري» کې نور

ټول وګورئ