ښه ده ښه ده دا دنیا چې توښه ده د عقبیٰ
مذمت د دنیا مه کړه واوره پند کړه دا وینا
د دنیا په بازار کیږی د هغه جهان سودا
په دنیا کښې پیر حکمت دی ورشه وپوښته حکما
که غلیم لره ئې ورکړې غلیم دوست کا په هوا
که تر سر ئې صدقه کړې رفع دفع کا بلا
که په اور باندې ئې کیږدی بوی د عودو کا پیدا
که ئې تویه په صحرا کړې ښائسته کاندی صحرا
که ئې نذر کړې و پیږ ته خوشحال درومی په خندا
څو ژوندی په دنیا پائې یاده وی د په دُعا
د حاتم په څیر د ستائی خطاب درکا د سخا
سخی هریو د خدائے دوست دی وَ لَوْ كَانَ فَاسِقَا
هر بخیل د خدائے دښمن دی وَ لَوْ كَانَ زَاهِدَا
دنیا کښت د اخرت دی دا خبره ده رښتیا
د دنیا طالبان ډیر دی که ئې مومی څوک لډچا
ولې مرد پکښې هغه دی چې سخی وی هم پارسا
په دنیا کښې بدی نشته که بدی نه وی له تا
په دنیا کښې خطا نشته که له تا نه وی خطا
دنیا بحر دی بهیږی ائینے غوندې صفا
خپل خپل مخ پکښې لیده شی که څوک زشت وی که زیبا
هم خطر پکښې د سر شته هم ګوهر پکښې بې بها
وفادار لره وفا شوه جفاکار لره جفا
له یوه مخه ئې درد وی له یوه مخه دوا
چرته خوند کاندی د زهر چرته خوند کا د حلوا
کار همه واړه موقوف دی د سړی پر مدعا
سالکان د نندارچی شی د خپل ځان په تماشا
هرچې کا هغه به مومی دنیا ځائے دی د جزا
لکه وی هسې به پائې که نادان وی که دانا
که دانا ئې وپوهیږه په روا په ناروا
فتوی ونِسه په مخ کښې پسې مټ کړه په تقویٰ
دنیا نه ده هغه دین دی چې له نهی وی سیوا
وطاعت وته ولاړ وی همیشه تړلې ملا
له حرامو ئې پرهیز وی بیائے شپول وی پنځه بنا
کلمه ئې وی قبوله هم په جهر هم په خفا
د دنیا د کار د پاره فرض نمونځ نه کاندی قضا
هم صائم د رمضان وی هم زکوٰة کاندی ادا
که ئې توان د حج رسیږی حج هم وکا پسې بیا
دا پنځه بنا د دین دی چې بیان ئې وکړ ما
چې ئې یون په دا طریق دی هغه کس دی اولیا
که ئې مال د دنیا ډیر وی هیڅ د نه کاندی پروا
دنیا بده د هغو ده چې ئې کسب وی ریا
یا ئې کسب د ریا وی یا ئې وګڼې په غلا
یا ئې توله کا په ظلم یا د خُمرو په سودا
یا ئې ورکا په شرابو یا ئې ورکا په زنا
یا ناحق خونونه کاندی یا مالونه خوری د چا
عبادت کا په ځان فرض د بادشاه د امرا
حق باطل کا باطل حق کا په سبب د روئے ریا
نه ئې ویره وی له خدایە نه ئې شرم نه حیا
د یوې ګیډې د پاره هزار خونې کا بیدیا
همیشه ئې له ستمه خلق وی په غوغا
ګوش وهوش ئې هرګز نه وی د مظلومو په ژړا
د فرعون په څیر ناست وی بې پروا و کبریا
بت خانې وته ئې مخ وی و مسجد وته ئې شا
اختلاط کا له بدانو له نیکانو وی جدا
هیڅ ئې نه وی په خاطر کښې تَوَلَّا و تَبَرَّا
و رحمان ته پیشه مه کړې خدایه هسې رنګ بلا
Kha da kha da da dunya che tokha da da uqba
Muzammat da dunya ma krra wawra pand krra da waina
Da dunya pa bazar kegi da hagha jahan sawda
Pa dunya ke peer hikmat de warsha wopukhta hukama
Ke ghaleem lara ye warkrre ghaleem dost ka pa hawa
Ke tar sar ye sadaqa krre rafa dafa ka bala
Ke pa or bande ye kegde booy da oodo ka paida
Ke ye toya pa sahra krre khaista kande sahra
Ke ye nazar krre o peer ta khush-hal droomi pa khanda
Tso zhwande pa dunya paye yadah we da pa dua
Da Hatim pa tser de sthayee khitab darka da sakha
Sakhi haryo da khudai dost de WA LAW KANA FASIQA
Har bakheel da khudai dukhman de WA LAW KANA ZAHIDA
Dunya kisht da aakhirat da da khabara da rishtya
Da dunya taliban der di ke ye moomi tsok lacha
Wale mard puke hagha de che sakhi we ham parsa
Pa dunya ke badi nishta ke badi na we la ta
Pa dunya ke khata nishta ke la ta na we khata
Dunya bahr de bahegi aeene ghunde safa
Khpul khpul makh puke leeda shi ke tsok zishto we ke zeba
Ham khatar puke da sar shta ham gohar puke be baha
Wafadar lara wafa shwa jafakar lara jafa
La yawa makha ye dard we la yawa makha dawa
Charta khwand kande da zahar charta khwand ka da halwa
Kaar hama warra mawqoof de da sarre pur muda'a
Salikan da nendarchi shi da khpul zan pa tamasha
Harche ka hagha ba moomi dunya dzai de da jaza
Laka we hase ba paye ke nadan we ke dana
Ke dana ye wopohega pa rawa pa narawa
Fatwa onisa pa makh ke pase mat krra pa taqwa
Dunya na da hagha deen de che la nahi we sewa
O ta'at wata walar we hamesha tarrale mla
La haramo ye parhez we byaye shpol we pindza bina
Kalima ye we qaboola ham pa jahar ham pa khafa
Da dunya da kar dapar farz namoondz na kande qaza
Ham sa'im da ramzan we ham zakat kande ada
Ke ye tawan da haj rasegi haj ham waka pase bya
Da pindza bina da deen di che bayan ye wukrro ma
Che ye yoon pa da tareeq de hagha kas de awliya
Ke ye mal da dunya der we hets da na kande parwa
Dunya bada da hagho da che ye kasb we riya
Ya ye kasb da riya we ya ye waganre pa ghla
Ya ye tola ka pa zulm ya da khumro pa sawda
Ya ye warka pa sharabo ya ye warka pa zina
Ya nahaq khoonuna kande ya maloona khoori da cha
Ibadat ka pa zan farz da badshah da umara
Haq batil ka batil haq ka pa sabab da ruye riya
Na ye wera we la khudaya na ye sharm na haya
Da yawe geede dapar hazar khoone ka bedya
Hamesha ye la sitama khalq we pa ghowgha
Gosh o hosh ye hargiz na we da mazloomo pa jara
Da Fir'awn pa tser nast we be parwa o kibriya
But-khane wata ye makh we o masjid wata ye sha
Ikhtilat ka la badano la neekano we juda
Hets ye na we pa khatir ke TAWALLA o TABARRA
O Rahman ta pesha ma krre Khudaya hase rang bala