صاحبان چې د ارشاد دی مقتدا

۵۰ کتنې ۲ خوښونې ۱ دقیقه لوستل ۱۸ کرښې

صاحبان چې د ارشاد دی مقتدا چار یاران د پاک رسول دی په رښتیا له اوله ابوبکر چې صدیق دی بهترین دی له یارانو په هرچا پس له ده نه بیا بهتر حضرت عمر دی چې ئې حق باطل په عدل کړ جدا بیا دریم پسې عثمان بن عفان دی ذوالنورین ئې نام په روغه په رښتیا څلورم پسې بهتر حضرت علی دی له اصحابو اولیا ؤ کبریا څلورواړه څلوررُکنه داسلام دی د اسلام کوټه بې دوی ده بې بقا اصحابان د پاک رسول وو لکه ستوری همه واړه د حق لارې رهنما چې خلاف د دوی له قوله له عمل که د هغو خلل په دین کښې شوپیدا ما رحمان دی څلورواړه قبول کړی دوی زما هم مقتدا دی هم پیشوا

د رحمان بابا نوره شاعري

ټول وګورئ
غزل

گوره هسې کردگار دی رب زما

ګوره هسي کردگار دي رب ځما چه صاحب د كل اختيار دي رب ځما همګي بزرگواران چه څوك ئي وايي تر همه و بزرگوار دي رب ځما

غزل

کہ صورت د محمد نه وای پيدا

که صورت د محمد نه وي پیدا پیدا کړې نه وه خدای نه دا دنیا کل جهان د محمد په روی پیدا شه محمد دي د تمام جهان آبا

«اسلامي / دیني شاعري» کې نور

ټول وګورئ

د نورو شاعرانو نظم

ټول وګورئ