که صورت د محمد نه وی پیدا

۶۰ کتنې ۱ خوښونې ۲ دقیقې لوستل ۲۶ کرښې

که صورت د محمد نه وی پیدا پیدا کړی به خدائ نه وه دا دنیا کل جهان د محمد په مخ پیدا شه محمد دی د تمام جهان ابا نبوت په محمد باندې تمام شه نشته پس له محمده انبیاء نُور هاله د محمد وو پیدا شوی چې نه عرش وو نه کرسی و نه سما بُوی هاله د محمد وو په جهان کښې چې بُوی نه وو د ادم او د حوا په صورت که آخرین دی پیدا شوی په معنی کښې اولین دی تر هرچا که نبی دی که ولی دی که عاصی دی محمد دی د همه واړو پیشوا چې ئې دین د محمد دی قبول کړی جنتی دی که فاسق دی که پارسا محمد دګمراهانو رهنما دی محمد دی د ړندو د لاس عصا که رڼا ده پس روی د محمد ده ګڼه نشته په جهان بله رڼا محمد د بیچارګو چاره ګر دی محمد دی هر درد مند لره دوا خدائ ئې مه ګڼه بیشکه چې بنده دی نور ئې کل واړه صفات دی په رښتیا زه رحمان د محمد د درخاکروب یم که مې خدائ نه کا له دی دره جُدا

د رحمان بابا نوره شاعري

ټول وګورئ
غزل

گوره هسې کردگار دی رب زما

ګوره هسي کردگار دي رب ځما چه صاحب د كل اختيار دي رب ځما همګي بزرگواران چه څوك ئي وايي تر همه و بزرگوار دي رب ځما

غزل

کہ صورت د محمد نه وای پيدا

که صورت د محمد نه وي پیدا پیدا کړې نه وه خدای نه دا دنیا کل جهان د محمد په روی پیدا شه محمد دي د تمام جهان آبا

«اسلامي / دیني شاعري» کې نور

ټول وګورئ