که مئین ئې په خپل یار باندې رښتیا
اواره کړه اول دین پسې دنیا
په وفا د دلبرانو غلط مه شه
دغه قوم دی بې وفا و کبریا
د خوبانو طائفه ده هسې شوخہ
چې غوږ نه باسی د چا په واویلا
د ډیر ناز او د ډیر کبر له سببہ
عمل نه کا په ګفتار د اولیا
دل و دین په نیم نګاه د سړی یوسی
نه ئې ویره له چا کیږی نه حیا
بل بې هسې سرګردان په جهان نه وی
یا عاشق دی یا اسمان دی یا اسیا
ته چې ژغورې سر و مال په عاشقی کښې
عاشقی دا هسې چرې ده ویریا
د جنت ترحورو تیر شه که یار غواړې
خدائے د نقدہ د چا نه کاندی نسیا
د ساقی له لاسه هسې باده نوش کړه
چې د غوږ کړه له زړه خیرې د ریا
چې ئې کسب عاشقی شی د دلبرو
نظر نه کاندی په کسب د کیمیا
عشق هنر د مخلصانو دی رحمانه
نه حاصلیږی مخلصی په رُو ریا
یو ګفتار درلره بس کاندی رحمانه
څه په هر ساعت پوښتنه کړې بيا بيا
Ke mayan ye pa khpul yar bande rishtya
Awara krra awwal deen pase dunya
Pa wafa da dilbarano ghalat ma sha
Dagha qawm de be wafa o kibriya
Da khobano tayifa da hase shokha
Che ghwag na basi da cha pa wawela
Da der naz aw da der kibr la sababa
Amal na ka pa guftar da awliya
Dil o deen pa neem nigah da sarre yoosi
Na ye wera la cha kegi na haya
Bul be hase sargardan pa jahan na we
Ya ashiq de ya asman de ya asya
Ta che zhghore sar o mal pa ashiqi ke
Ashiqi da hase chare da werya
Da jannat tar hooro teer sha ke yar ghwarre
Khudai da naqada da cha na kande nasya
Da saqi la lasa hase bada nosh krra
Che da ghowg krra la zra khere da riya
Che ye kasb ashiqi shi da dilbaro
Nazar na kandi pa kasb da kemya
Ishq hunar da mukhlasano de Rahmana
Na haselegi mukhlasi pa roo riya
Yow guftar darlara bas kandi Rahmana
Tsa pa har sa'at pukshtana krre bya bya