دل و دین مې هغې ترکې کړ رها

۲۴ کتنې ۰ خوښونې ۱ دقیقه لوستل ۱۶ کرښې

دل و دین مې هغې ترکې کړ رها لائې نه حسابوی د ځان بها د ښائست صفت ئې څوکوم حیران یم په هیڅ رنګ ئې موندے نه شی انتها د صورت له عیبه هسې پاکیزه ده لکه ذات د وېښتو نشته دی په هما که ئې مخ په زلفو پټ دی باک ئې نشته تل په ګنج باندې پراته وی اژدها لکه نمر هسې جلوه کا په شفق کښې چې په سر کاندی اوډنی د سُها نه پوهیږم چې په کومه لار وردرو م چاپیر است ئې رقیبان دی هزارها خدائے د هسې تنها نه کا څوک په غم کښې لکه زه د یار په غم کښې یم تنها همیشه د بیلتانه په غم کښې لولم زه رحمان اعوذ بالله منګا

د رحمان بابا نوره شاعري

ټول وګورئ
غزل

گوره هسې کردگار دی رب زما

ګوره هسي کردگار دي رب ځما چه صاحب د كل اختيار دي رب ځما همګي بزرگواران چه څوك ئي وايي تر همه و بزرگوار دي رب ځما

غزل

کہ صورت د محمد نه وای پيدا

که صورت د محمد نه وي پیدا پیدا کړې نه وه خدای نه دا دنیا کل جهان د محمد په روی پیدا شه محمد دي د تمام جهان آبا

«د مینې شاعري» کې نور

ټول وګورئ