ته چې ماته وائې چې په څه کوې ژړا

۵۴ کتنې ۰ خوښونې ۲ دقیقې لوستل ۱۸ کرښې

ته چې ماته وائې چې په څه کوې ژړا نه درمعلومیږی دغه خپل جور وجفا ته جورو جفاکړې زه ژړا کوم دلبره ستا که دغه ښه وے دا به هم نه وے زما څه ښادی به کاندی طائفه د عاشقان رسم د بتانو که هم دا وی لکه ستا دا خصلت چې ستا دی که هم تل په دغه شا وی نه راملومیږی د درد مند د زړه دوا څو به دا جفاکړې نه پوهیږم څه بلا شوه څو به وی تر کومه دا جفا و دا بلا یو د ستا ما فے شه بل غوږزی د رقیبانو واړ په واړے وژنی کله هغه کله دا هرچې عاشقی کا که په قطع افلاطون وی زه خو ئې مجنون ګڼم که نن وی که سبا سپی هم په عذاب د جدایی د وژلو نه دی زه خوګوندې ستا د کوڅې سپے شوم په وینا هیڅ مې پکار نه دی رحمان تا غواړم دلبره زه په دا راضی یم باقی هرچې ستا رضا

د رحمان بابا نوره شاعري

ټول وګورئ
غزل

گوره هسې کردگار دی رب زما

ګوره هسي کردگار دي رب ځما چه صاحب د كل اختيار دي رب ځما همګي بزرگواران چه څوك ئي وايي تر همه و بزرگوار دي رب ځما

غزل

کہ صورت د محمد نه وای پيدا

که صورت د محمد نه وي پیدا پیدا کړې نه وه خدای نه دا دنیا کل جهان د محمد په روی پیدا شه محمد دي د تمام جهان آبا

«د مینې شاعري» کې نور

ټول وګورئ