چې له تا سره په سرکاندی سودا

۴۶ کتنې ۱ خوښونې ۲ دقیقې لوستل ۲۴ کرښې

چې له تا سره په سرکاندی سودا بل به نه وی هسې ماغوندې شیدا نه به ما غوندې شیدا وی په جهاں کښې نه به تا غوندې دلبر شی بل پیدا ما به صبر ستا په جورو جفا وکړ ولې نه شی د ژړا په ځائے خندا بې د ستا له مخه کون دی که مکان دی ښه توښه مې په د اشی نه په دا جدائی به د هیڅ رنګ قبوله نه کړم څو مې نه وی روح کالبوت سره جدا لکه وروستو مقتدیان وړاندې امام وی ما په تا پسې ده کړې اقتدا زه یو نه یم درست جهان په تامین دی که بادشاه دی که وزیر دی که ګدا کشکې خط د امانیه و ما راکړې چې له ما سره وعده کړې د فردا زه پخپله په تا نه یم مئین شوی ستا له لوریه په ما شوې ده ندا زه په تا باندې مئین یم له ازلہ نه چې کړی مې نن ورځ ده ابتدا چې د ستا د عاشقی په تیغ اداشی د رحمان غاړه به هله شی ادا د رحمان و زیړی مخ وته نظر کړه چې مدام کاندی په تا پسې ژړا

د رحمان بابا نوره شاعري

ټول وګورئ
غزل

گوره هسې کردگار دی رب زما

ګوره هسي کردگار دي رب ځما چه صاحب د كل اختيار دي رب ځما همګي بزرگواران چه څوك ئي وايي تر همه و بزرگوار دي رب ځما

غزل

کہ صورت د محمد نه وای پيدا

که صورت د محمد نه وي پیدا پیدا کړې نه وه خدای نه دا دنیا کل جهان د محمد په روی پیدا شه محمد دي د تمام جهان آبا

«د مینې شاعري» کې نور

ټول وګورئ