راشه مه کوه له چا سره جفا
لې ژوندون د ضائع کیږی بې وفا
په دُنیا کښې هیڅوک نه دی پاتوشوی
واړه تلونی دی که نن دی که سبا
دا یاران چې نن و تا ته جلوه کا
په دوه ورځې پس به واړه شی فنا
که دیدن د چا خوښ وی ورته ګوره
چې فناشی بیا به کله شی پیدا
د خزان پاڼې چې بیلې شی له ښاخه
په حکمت بِمئے پیوند نه کا حکما
چې په زمکه څاڅکے پریوځی له اسمانه
بیا له زمکې ختې نه شی په سما
ګومان مه کړه چې به بیا سترګو له ورشی
هغه اوښکې چې له سترګو شی جدا
دا په هره ورځ چې خیژی بیل بیل نمر دی
هرچې پریوځی هغه نه شی ختې بیا
که جنت په زُهد نه دی بې کرمه
هرسړی د خپله غاړه کا ادا
که د نفس دپاره سل محنتە وکړې
یو محنت به د پکار نه شی فردا
که تمام جهان پخپله ګیډه وخورې
یاد به نه شې په درود او په دُعا
که یوه دانه د وږی په لاس ورکړې
هم دغه به د توښه شی د عقبیٰ
که یو څاڅکے اوبه تږی لره ورکړې
د دوزخ او ستا ترمیان به شی دریا
که یو ځله سر د خدائے په لوری ټیټ کړې
په قیامت به سربلند شې تر هرچا
بازار دا دی که څوک سود و سودا کاندی
په هغه جهان نه سود شته نه سودا
Rasha ma kawa la cha sara jafa
Le zhwandoon da zaya kegi be wafa
Pa dunya ke hetsok na de patashaway
Warra tloni di ke nan di ke saba
Da yaran che nan o ta ta jalwa ka
Pa dwa oraze pas ba warra shi fana
Ke deedan da cha khwakh we warta gora
Che fana shi bya ba kala shi paida
Da khazan panre che bele shi la khakha
Pa hikmat bime paiwand na ka hukama
Che pa zmake tsatske prewoze la asmana
Bya la zmake khate na shi pa sama
Guman ma krra che ba bya stargo la warshi
Hagha ooshke che la stargo shi juda
Da pa hara oraz che kheji beel beel nmar de
Harche prewozi hagha na shi khate bya
Ke jannat pa zuhd na de be karama
Har sarrai da khpula ghara ka ada
Ke da nafs dapar sal mhnatokrre
Yow mihnat ba da pakar na shi farda
Ke tamam jahan pakhpula geeda okhoore
Yad ba na she pa durood aw pa dua
Ke yawa dana da wagi pa las warkrre
Ham dagha ba da tokha shi da uqba
Ke yow tsatske oba tagi lara warkrre
Da dozakh aw sta tar myan ba shi darya
Ke yow zala sar da khudai pa lori teet krre
Pa qiyamat ba sarbuland she tar har cha
Bazar da de ke tsok sood o sawda kande
Pa hagha jahan na sood shta na sawda