په ښادی ښاد شوی نه یم د هیچا

۴۴ کتنې ۱ خوښونې ۱ دقیقه لوستل ۱۸ کرښې

په ښادی ښاد شوی نه یم د هیچا تورتپ سوے یم په غم د هراشنا که زه طبع توقع له بله نه کړم د بل طبع توقع کیږی له ما که مې ورور که مې عزیز دی که مې یار دی واړه غواړی خپله خپله مدعا په هر کور کښې رنځوران راته زبیګی کا لاس مې نه رسی د هیچا په دوا د دنیا خبرې واړه په دنیا شی ما به څه کا څوک چې نه لرم دنیا که په کلی کښې مې کور دی زه ګمان کړم چې کور نه دی دای ګور دی په صحرا چې د نه پر څه پوره وی نه نیمګړی څوک به څه کا له هغو سره خندا چې ئې هیڅ په ښه توبنه وبلۀ نه شی ترهغه اشنا بهتر دی نا اشنا په توده زمکه استوګله ده مشکله څه به زیست شی له رحمان سره د چا

د رحمان بابا نوره شاعري

ټول وګورئ
غزل

گوره هسې کردگار دی رب زما

ګوره هسي کردگار دي رب ځما چه صاحب د كل اختيار دي رب ځما همګي بزرگواران چه څوك ئي وايي تر همه و بزرگوار دي رب ځما

غزل

کہ صورت د محمد نه وای پيدا

که صورت د محمد نه وي پیدا پیدا کړې نه وه خدای نه دا دنیا کل جهان د محمد په روی پیدا شه محمد دي د تمام جهان آبا

«غمجنه شاعري» کې نور

ټول وګورئ