دوباره دی راتله نشته په دنیا

۶۹ کتنې ۱ خوښونې ۳ دقیقې لوستل ۴۲ کرښې

دوباره دی راتله نشته په دنیا نن د وار دی که دروغ کړې که رښتیا هره چار چې تر وقت تیره شی عنقاشی عنقا نه دی په دام نښتی د هیچا تر ورخ تیرې اوبه بیرته نه جارووځی نه جارووځی تیر ساعت په بیرته بیا تیر ساعت په مثال مړی د لحد دی مړ چا نه دی ژوندی کړی په ژړا که مقصود لرې تلوار کړه وقت کوتاه دی غره مه شه د دی عمر په بقا هره ښه چې صحیح ګڼې په زړه کښې په غرور به دغه ښه کړې خطا په امید امید ئې خلق نا امید کړل د ایام له مکره مه شه بې پروا چې د مرګ په تماچه د شی خوله ماته ترو په ماته خوله به څه رنګ کړې ثنا ویره ژلے اړتینے چې وینا وائې تا ته وائی که پوهیږې په وینا هلک نه ئې چې په زور د څوک تعلیم کا هم عاقل ئې هم بالغ ئې هم دانا په عمل د نیکو بدو فهم وکړه چې په دا کښې د بهبود دی که په دا سر دننه په ګریوان کړه سترګې روغې ډیر په پورته پورته مه ځه سرهوا سرهوا سرهوا مه ځه و اسمان ته ته په اصل کښې له زمکې ئې پیدا د عمل په ځائے به دا پښتنه نه وی چې ته زوئے ئې یا لمسئے د فلانا په خپل ځان بنیګړه وکړه غره مه شه په ښیګړه د ادے او د ابا هغه ناوې چې په ځان ښائسته نه وی څوک ئې څه کاندی ښائست د مور او نیا دا خبرې زه همه و ځان ته وایم دلګیر مه شه که مې نوم واخست د ستا نوم د ستا او د بل اخلم ځان ته وایم نه مې کار نه مې غرض شته په نور چا هرچې وایم همه واړه ځان ته وایم دا همه واړه عیبونه دی زما که مې ځائے د دی غمونو وے په زړه کښې ما به څه لره کوله دا انشا چې د مرګ سختې خواری د ستا په خوا دی ای رحمانه ولے نه مرې لا پخوا

د رحمان بابا نوره شاعري

ټول وګورئ
غزل

گوره هسې کردگار دی رب زما

ګوره هسي کردگار دي رب ځما چه صاحب د كل اختيار دي رب ځما همګي بزرگواران چه څوك ئي وايي تر همه و بزرگوار دي رب ځما

غزل

کہ صورت د محمد نه وای پيدا

که صورت د محمد نه وي پیدا پیدا کړې نه وه خدای نه دا دنیا کل جهان د محمد په روی پیدا شه محمد دي د تمام جهان آبا

«ژوند او حکمت» کې نور

ټول وګورئ