اشنایان که څه پوهیږی نن دِ وقت دی
چې ځاریږی یو اشنا تر بل اشنا
که ژوندون دی خو هم دا دی په جهاں کښې
چې له چا سره تیریږی په خندا
خدائے امان وکړه له هسې زندګیە
چې ته بد وائې له بله بل له تا
زهر ښه دی که په صلح په صلاح وی
نه شکرې په فتنو او په غوغا
نفس په خارو په خس ډک ښه دی بې غمه
نه د غم په غوړو وریژو په حلوا
ماته ملا په مشقت په محنت ښه ده
نه حرامه همیانی د چا ترملا
ړوند بهتر دی چې څه نه وینی په سترګو
نه چې سترګې په پردی حرام کا وا
ګونګ بهتر دی چې بې کام و بې زبان وی
نه چې ژبه شی په بد وئیل ګویا
کوڼ بهتر دی چې څه نه اوری په غوږو
نه چې غوږ کاندی د بدو په وینا
دیو او دډ که په خوا دریشی بهتر دی
خدائے د بد سړی در نه ولی په خوا
د جاهل ترهندمیه به بهتر وی
که له چا سره همدم وی اژدها
Ashnayan ke tsa pohegi nan de waqt de
Che zarezgi yow ashna tar bul ashna
Ke zhwandoon de kho ham da de pa jahan ke
Che la cha sara teregi pa khanda
Khudai aman okrra la hase zindagaye
Che ta bad waye la bula bul la ta
Zahar kha di ke pa sulh pa salah we
Na shakare pa fitno aw pa ghowgha
Nafs pa kharo pa khas dduk kha de be ghama
Na da gham pa ghowrro wreezho pa halwa
Mata mla pa mushaqat pa mehnat kha da
Na harama hamyani da cha tar mla
Rrund behtar de che tsa na weeni pa stargo
Na che starge pa pardi haram ka wa
Goong behtar de che be kaam o be zaban we
Na che zhaba shi pa bad wayal goya
Koonr behtar de che tsa na awri pa ghwagho
Na che ghwag kande da bado pa waina
Dev aw dadd ke pa khwa dreshi behtar de
Khudai da bad sarrai dar na wali pa khwa
Da jahil tar handameya ba behtar we
Ke la cha sara hamdam we azhdaha