که نمابښام ترستونی کښته کړې حلوا
سبا خواست کوې له خدایە د بنوروا
په هیڅ حال کښې د قرار و صبر نه شی
لیونے کړې ډیر حرص و ډیر هوا
تمامی عمر تر یار تر عزیز پورې
لوئے ګیډې مخ تورن کړې هم رسوا
چې په خپلی رسوایی د پروا نه شی
نور به څه کړې په جهان د چا پروا
چې د نفس دپاره لاس و خدائے ته نسې
دا زحمت له خدایە غواړې که دوا
نفس بې شماره عالم پرې یست و کوهی ته
خدائے د نه کا نابینا د چا پیشوا
په روا په ناروا کله پوهیږی
و چارپائے ته څه روا څه ناروا
چارپایان که غوږ او سترګې لری څه شو
په معنیٰ کښې نابینا دی ناشنوا
زه رحمان له هغه علمه پناه غواړم
چې له دینه له مذهبه وی سیوا
Ke nmabkham tar stuni kkhta krre halwa
Saba khwast kawe la khudaya da bnoorwa
Pa hets hal ke da qarar o sabr na shi
Lewanai krre der hirs o der hawa
Tamami umar tar yar tar azeez pore
Loye geede makh toran krre ham raswa
Che pa khpule ruswayee da parwa na shi
Noor ba tsa krre pa jahan da cha parwa
Che da nafs dapar las o khudai ta nase
Da zahmat la khudaya ghwarre ke dawa
Nafs be shmara aalam pre yast o kohe ta
Khudai da na ka nabena da cha peshwa
Pa rawa pa narawa kala pohegi
O charpaye ta tsa rawa tsa narawa
Charpayan ke ghwag aw starge lari tsa sho
Pa ma'ni ke nabena di nashinwa
Za Rahman la hagha ilama panah ghwarram
Che la deena la mazhaba we sewa