عالمان دی روښنائی د دی دنیا

۶۲ کتنې ۰ خوښونې ۱ دقیقه لوستل ۱۶ کرښې

عالمان دی روښنائی د دی دنیا عالمان دی د تمام جهان پیشوا که څوک لارغواړی و خدائے او و رسول ته عالمان دی د دی لارې رهنما کیمیاګر که د کیمیا په طلب ګرځی همدی د عالمانو ده کیمیا په مجلس د عالمانو به سره زرشی که څوک کاڼی وی که لوټه د صحرا جاهلان دی په مثال د مرده ګانو عالمان دی په مثال د مسیحا چې مُرده ئې له نفسه ژوندی کیږی عالمان دی واړه هسې اولیا هر سړی چې رتبه نه لری د علم سړی نه دی خالی نقش دی ګویا زه رحمان حلقه بګوش د هرعالم یم که عالی دی که اوسط دی که ادنیٰ

د رحمان بابا نوره شاعري

ټول وګورئ
غزل

گوره هسې کردگار دی رب زما

ګوره هسي کردگار دي رب ځما چه صاحب د كل اختيار دي رب ځما همګي بزرگواران چه څوك ئي وايي تر همه و بزرگوار دي رب ځما

غزل

کہ صورت د محمد نه وای پيدا

که صورت د محمد نه وي پیدا پیدا کړې نه وه خدای نه دا دنیا کل جهان د محمد په روی پیدا شه محمد دي د تمام جهان آبا

«ژوند او حکمت» کې نور

ټول وګورئ