که مشکل دی خو د زړونو رغول دی
سهل کار دی سود و زیان د دی دنیا
سود و زیان د دنیا واړه سهل کار دی
خدائے د نه کا څوک په سهل کار رسوا
چې د ورور د عزیز زړه پر ازاریږی
حاصل مه شه هغه خپله مدعا
ګاه د نورو رضا بویه ګاهے خپله
په کار نه ده همیشه خپله رضا
ښۀ خواره چې یو ئې خوری بل ورته ګوری
خواره نه دی هغه زهر دی ګویا
چې ښادی ئې یو زمان وی غم ترتله
دغه هسې چارې نه کاندی دانا
لکه ځان هسې و بل وته نظر کړه
لکه ستا دی هسې ځان دی د هرچا
منصفانو لره بویه چې انصاف کا
نه چې نغوته کا د حرص او د هوا
د سړی په خاطر هرڅه هرڅه ګرځی
نه چې وګڼی همه واړه روا
دینداران د وخپل دین و ته نظر کا
څوک فکرونه د صواب څوک د خطا
خدائے د نه کاند خطا د چا له لاسه
څه نسبت دی د خطا او د عطا
Ke mushkil de kho da zrono raghawul de
Sahal kar de sood o zyan da de dunya
Sood o zyan da dunya warra sahal kar de
Khudai da na ka tsok pa sahal kar ruswa
Che da wror da azeez zra pur azaregi
Hasil ma sha hagha khpula muda'a
Gah da nooro raza boya gahe khpula
Pa kar na da hamesha khpula raza
Kha khwara che yow ye khoori bul warta gori
Khwara na di hagha zahar di goya
Che khadi ye yow zaman we gham tar tala
Dagha hase chare na kande dana
Laka zan hase o bul wata nazar krra
Laka sta de hase zan de da har cha
Munsifano lara boya che insaf ka
Na che nghwata ka da hirs aw da hawa
Da sarre pa khatir har tsa har tsa garzi
Na che waganri hama warra rawa
Deendaran da o khpul deen o ta nazar ka
Tsok fikroona da sawab tsok da khata
Khudai da na kande khata da cha la lasa
Tsa nisbat de da khata aw da ata