هیڅ ثابته نه کړه چا د دی دنیا وفا

۴۳ کتنې ۱ خوښونې ۱ دقیقه لوستل ۱۶ کرښې

هیڅ ثابته نه کړه چا د دی دنیا وفا واړه مینې کاندی بیهوده په دا دنیا هرڅوک چې دعوی په دا دنیا کا د خپلویە واړه باطل وائی دنیا نه ده د هیچا دا فلک کلال دی سازه ول او ماتول کا ډیر ئې ما او تا غوندې پیدا کړه هم فنا هرسنګ وکلوخ چې څرګندیږی د د دهر واړه ککړۍ دی څوک د شاه څوک د ګدا دام د هیڅوک نه ږدی د دنیا و رهګذر ته ښکار به وکړې نه شی د سیمرغ او د عنقا هرڅوک چې له دی فانی نفسه وابستګی کړه نه به شی تړلے په زنځیر سره هوا ماه دی که افتاب د عاقبت واړه خراب دی ګل که همیشه دی هم څه نه تر ابدا مه درومه رحمانه په خلاف د دانایانو مینه د دنیا پسندلې نه ده هیڅ دانا

د رحمان بابا نوره شاعري

ټول وګورئ
غزل

گوره هسې کردگار دی رب زما

ګوره هسي کردگار دي رب ځما چه صاحب د كل اختيار دي رب ځما همګي بزرگواران چه څوك ئي وايي تر همه و بزرگوار دي رب ځما

غزل

کہ صورت د محمد نه وای پيدا

که صورت د محمد نه وي پیدا پیدا کړې نه وه خدای نه دا دنیا کل جهان د محمد په روی پیدا شه محمد دي د تمام جهان آبا

«ژوند او حکمت» کې نور

ټول وګورئ