که خپل زړه غواړې له چا ځان صیاد کړه د عنقا

۴۴ کتنې ۰ خوښونې ۱ دقیقه لوستل ۸ کرښې

که خپل زړه غواړې له چا ځان صیاد کړه د عنقا د حباب کلاه په سرکړه سور په اس شه د هوا لکه خضر هسې پاڅه اوبه وڅښه د بقا له زمینه قدم کیږده په اسمان لکه عیسیٰ د هغه استاد شاګرد شه چې دروښئی کیمیا ته سر پریکړه و ئې غواړه چې مونده شی په بها دا چې ما درته بیان کړه که حاصل کړې واړه دا هاله طبع کړه رحمانه د خوبانو له وفا

د رحمان بابا نوره شاعري

ټول وګورئ
غزل

گوره هسې کردگار دی رب زما

ګوره هسي کردگار دي رب ځما چه صاحب د كل اختيار دي رب ځما همګي بزرگواران چه څوك ئي وايي تر همه و بزرگوار دي رب ځما

غزل

کہ صورت د محمد نه وای پيدا

که صورت د محمد نه وي پیدا پیدا کړې نه وه خدای نه دا دنیا کل جهان د محمد په روی پیدا شه محمد دي د تمام جهان آبا

د نورو شاعرانو نظم

ټول وګورئ