دا دنیا ده بې وفا

۶۱ کتنې ۰ خوښونې ۱ دقیقه لوستل ۱۳ کرښې

دا دنیا ده بې وفا بې وفا ده بې بقا نه ئې شته نه ئې شته شته لکه لوټه د صحرا په یوه ګړی ئې مخ وی په یوه ګړی ئې شا په یوه ګړی د ستا شی په یوه ګړی زما په یوه ګړی ئې درد وی په یوه ګړی دوا په یوه ګړی ئې خوف وی په یوه ګړی رجا په ساعت کښې ئې بقا وی په ساعت کښې ئې فنا په ساعت کښې ئې سکوت وی په ساعت کښې ئې غوغا په ساعت کښې ئې خندا وی په ساعت کښې ئې ژړا په ساعت کښې ئې وفا وی په ساعت کښې ئې جفا په ساعت کښې ئې افلاس وی په ساعت کښې ئې غنا نه څه شان لری نه شکل کله دا شی کله دا خدائے څوک پیښ مه کړه رحمانه په دا هسې رنګ بلا

د رحمان بابا نوره شاعري

ټول وګورئ
غزل

گوره هسې کردگار دی رب زما

ګوره هسي کردگار دي رب ځما چه صاحب د كل اختيار دي رب ځما همګي بزرگواران چه څوك ئي وايي تر همه و بزرگوار دي رب ځما

غزل

کہ صورت د محمد نه وای پيدا

که صورت د محمد نه وي پیدا پیدا کړې نه وه خدای نه دا دنیا کل جهان د محمد په روی پیدا شه محمد دي د تمام جهان آبا

«ژوند او حکمت» کې نور

ټول وګورئ

د نورو شاعرانو نظم

ټول وګورئ